アプリオンは、世界のアプリランキングや口コミから、おすすめアプリをまとめている人気アプリ探しサイトです。

لارښود [Android]

「لارښود」は、الهدایة خپرندویه ادارهが配信する辞書/書籍アプリです。

現在、このアプリは非公開になっている可能性があります (探す)
لارښودのおすすめ画像1
لارښودのおすすめ画像2
لارښودのおすすめ画像3
لارښودのおすすめ画像4
لارښودのおすすめ画像5
<
>

الهدایة خپرندویه ادارهの辞書/書籍アプリ

「لارښود」は、الهدایة خپرندویه ادارهが配信する辞書/書籍アプリです。

書籍&文献

このアプリの話題とニュース

  • 2017年5月3日(水)にAndroid版がリリース!


最新更新情報

version1.0が、2017年5月3日(水)にリリース

使い方や遊び方

پرته له شک نه جهاد د اسلام د دين له پياوړو بنسټونو څخه يو بنسټ او د اسلام روح دى چې په هغه کې د اسلام بقا او شتون نغښتى دى، ځکه هغه يقينا د امن را وستلو تر ټولو لنډه لار او د اسلام د دفاع تر ټولو لوړه څوکه او چوڼۍ ده واقعي مؤمن چې کله په دې لاره لاړ شي اعلى جنت ته رسېږي، او د الله جل جلاله رضا تر لاسه کوي، په بې شمېره اياتونو او احاديثو سره جهاد ثابت شوى او خلک د هغه په لور هڅول شوي، د نبي صلى الله عليه وسلم او د هغه د ملګرو له سيرت څخه هم د جهاد حقيقت څرګندېږي، هغوی په پوره صبر او استقامت سره د دين د دښمنانو په خلاف مقابله کړې او خپله وعده يې له الله جل جلاله سره ريښتونې کړې، د جهاد په واسطه يې د اسلامي ناموس او ځمکو ساتنه کړې، د اسلام د دښمنانو او صليبيانو توان يې ځپلی، او د هغوی شومې موخې يې شنډې کړي، چې په پاى کې يې د اسلام مقدس دين د نړۍ ګوټ ګوټ ته رسولی، همدا لامل و چې دا لقب يې د ځان لپاره تر لاسه کړ «رُهْبَانُ اللَّیلِ وَفُرْسَانُ النَّهَارِ»( د شپې لخوا عبادت کوونکي او د ورځې له خوا په اسونو سپاره غازيان) په دښمنانو سخت او په خپل منځ کې يو پر بل مهربانه وو، په او سنۍ زمانه کې د اسلام دښمنانو د اسلام او د ريښتونو مسلمانانو د له منځه وړلو لپاره له ټولو لارو څخه لکه: فردي، اجتماعي، سياسي، اقتصادي، علمي، فرهنګي، فکري، او داسې نورو ډولونو سره يرغل پيل کړى، او د اسلام د دين د ښمنانو په اسلامي امت داسې هر اړ خيز يرغل کړى چې د مسلمانانو اولادونه، مالونه، عزتونه، ځواک، او ملکونه يې په يو مخيزه توګه ځپلي، او ټول اسلامي ملکونه يې په يو ډول نه يو ډول په خپله ولکه کې راوستل، ډېر شمېر مسلمانان يې شهيدان کړل، په زرګونو عالمانو او د مدرسو په طالبانو يې د شپې لخوا چاپې ووهلې او هغوی يې شهيدان کړل، او په زرګونو نور يې ونيول او بنديخانو ته يې واچول، د مسلمانانو په زرګونو بچيان د بمبارونو له امله يتيمان شول او ښځې يې کونډې شوې، او داسې باور يې لرلو چې بيا به د بل ځل لپاره څوک د اسلام او جهاد عږ پورته نکړي، خو د دې پر خلاف واقعي او ريښتونو مسلمانانو د الله جل جلاله او د هغه د رسول صلى الله عليه وسلم په اوامرو باندې په عمل کولو سره د هغوی په مقابله او له هغوی سره يې په جګړه لاس پورې کړ او جهاد ته را پورته شول، او په مورچلونو کې يې ځايونه ونيول، صليبي ځواک ته يې سخت غاښ ماتوونکی ځواب ور کړ او مخ تورن يې د مسلمانانو له حريم څخه وشړل خو د صليبيانو جګړه لا پاي ته نده رسېدلې بلکې د جګړې ډول او طريقه يې بدله کړه دا ځل غواړي په اسلامي ملکونو خپل په ډالرو پېرودل شوي غلامان او مزدوران پر شا وډبوي او دجګړې ګرم ډګر ته يې له مالي او مادي ملاتړ سره را وړاندې کړي، مسلمانانو بيا په ځانګړي ډول افغانانو ته ځيرکتيا پکار ده چې د خپلو جهادي موخو او پايلو د تر لاسه کولو لپاره د صليبيانو او د نړۍ د ټولو کافرانو شوم پلانونه شنډ کړي او پدې حساسو شېبو کې له ډېر زغم او صبر څخه کار واخلي او د خپلو برياوو او قربانيو ثمره او پايله له لاسه ور نکړي، الله جل جلاله مه کړه چې بيا د قربانيو پايله چې د اسلامي نظام راتګ دی په اوبو لاهو نشي، او د مجاهدينو صف ټوټه ټوټه نشي، زما له پخوا څخه دا هيله وه چې د جهاد په هکله يوه رساله وليکم، ما هم د يو مسلمان په حيث د رسول الله صل الله عليه وسلم د دې حديث د حکم د پلي کولو له امله ځان مسؤل وګڼلو چې وايي: (وَجَاهِدُوابِاَنفُسِکُم وَاَموَالِکُم وَاَلسِنَتِکُم) د دين د د ښمنانو په مقابل کې په ځانونو، مالونو، او ژبو سره جهاد وکړئ. په پاى کې مې د الله جل جلاله په توکل سره او پرته له دې څخه چې د کتاب لوى والي او اوږد والي ته پکې نظر وکړم د يو کتاب د جوړولو اوليکلو تکل وکړ چې په جهاد پورې د اړوندو مسئلو او اړخونو هر اړخيزه شرحه او تفصيل پکې موجود وي ، الله جل جلاله ته حمد او ثنا ده چې د غه کتاب پداسې توګه سره تيار شو هيله ده چې د علم د څښتنانو او د الله جل جلاله په لاره کې د سر ښندونکو مجاهدينو تنده به پرې ماته شي، او پدې به وتوانېږي چې خپلې جهادي اړتياوې پرې حل او د جهادي تګلارې د لا ښېرازۍ لپاره به يې يو څراغ او ډيوه وګرځوي، ترڅو په اسلامي امت کې د جهاد روحيه ژوندۍ وساتل شي او پدې تګلاره او جهادي فريضه کې مجاهدين خپلو نيمګړتياوو ته متوجه شي او خپل عبادت او جهادي فريضې ته په پوره پوهې او کامل علم سره دوام ور کړي. د کتاب له متن څخه
الهداية خپرندويه اداره يې د ثواب په نیت تر خپلو لوستونکو رسوي، هيله ده له لوستلو وروسته يې په شریکولو کې تاسې هم مرسته وکړئ!
د ګوګل سټور ترڅنګ یې زمونږ له ټيليګرام چینل څخه هم ډانلوډ کولای شئ!



ادرسونه :



ټیلیګرام چینل :
Telegram.me/HedayatApp
فېسبوک :
www.facebook.com/HedayatApps

最新ストアランキングと月間ランキング推移

لارښودのAndroidアプリランキングや、利用者のリアルな声や国内や海外のSNSやインターネットでの人気状況を分析しています。

基本情報

仕様・スペック

対応OS
2.3.3 以降
容量
推奨年齢
全年齢
アプリ内課金
なし
更新日
2017/05/03

インストール数
50~

集客動向・アクティブユーザー分析

オーガニック流入

アクティブ率

※この結果はلارښودのユーザー解析データに基づいています。

ネット話題指数

開発会社の配信タイトル

このアプリと同一カテゴリのランキング

このアプリに関連するおすすめアプリ

不思議のダンジョン 風来のシレン6 とぐろ島探検録 (Switch)
スパイク・チュンソフト
amazon

新着おすすめアプリ

新着おすすめアプリ >

注目まとめ

Androidアプリまとめ >

ダウンロード数が多いおすすめアプリ

無料ゲームアプリランキング >